د فراه ولايت ابدات ورپيښي ستونزي او د حل لاري وړاندي کونکی : محمد رسول باوري
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

د فراه ولايت ابدات

ورپيښي ستونزي او د حل لاري

وړاندي کونکی : محمد رسول باوري 

     : د هر هيواد تاريخي ابدات د هغه هيواد د تاريخ پاڼي او د اقتصادي توان ښکارندوی دي. په هر ه پيمانه چي په يوه هيواد کي د تاريخي ودانيو شمير زيات وي په هغه اندازه يې تاريخي وياړني او اقتصادي – فرهنګي کچه لوړه وي.

     افغانستان د همدې لړ هيوادونو څخه شميرل کيږي ، د ټولو بي پروايو سره – سره بيا هم د هيواد په هر ګوټ کي د برمه ډکو ودانيو پاتي شوني او د لوړو څلو او منارو په بدنه کي د سرلوړيو او بريو نښي وينو.

     د بريو برجونه او د سرلوړومنارو شتون د هيواد په هره سيمه کي په ستر ګو کيږي. دا ستري ودانی او منارونه د هيواد د تاريخي – فرهنګي بيلا بيلو دورو ښکارندويې کوي.

     د غور د جام څلی ، د هرات د اختيارالدين قصر ، د غزني منارونه  ، د بست ماڼۍ ، د فريدون کلا  او په سلګونو نور هغه وياړونه او د برم نښانې دي چي د زمانې په لمن کي د ډيرو پيښو شاهدي ورکوي.

     د سترو قصرونو او ماڼيو ارزښت يوازي په دې کي نه دی نغښتی چي د تاريخي پيښو شاهدي ورکوي ، بلکی نورارزښتونه هم لري :

      د بيلګي په توګه د هري کلا او ماڼی په بدنه کي د خپل مهال   ودانيز مهارتونه ، د هغه مهال مروج هنري پنځوني ، د خپل مهال اقتصادي – سياسی حالت څرنګوالی او داسې نور يادولای سو.

     د دې ارزښتونو تر څنګ لرغوني ودانی او تاريخی ماڼی اوس هم د پخوا په شان اقتصادي ګټي  او وړتياوی لري . د نړی پر مختللي هيوادونه د خپلو تاريخي ماڼيو څخه هومره ګټه اخلی لکه چي د خپل مهال پر استعمال او کاروني ورته ګټوره وه.

     هره لرغوني ودانی او تاريخي ماڼی د سيلانيا نو او ګرځندويانو د ليدو کاتو تر ټولو ستر مرکزونه ګرځيدلي دي.

     په پر مختللو هيوادونو او په ځانګړې توګه هغه هيوادونه چي د توريستي خدماتو لپاره يې زياته پاملرنه کړېده ،  هره لرغوني ودانی او تاريخي ماڼی يې د سيلانيا نو او ګرځندويانو له پاره د ليدو کاتو ستر مرکزونه ګرځولي دي.

     توريزم د نړی تر ټولو ښه عايد لرونکی صنعت ګڼل سويدي. د ګرځندوی نړيوال سازمان د شميرو له مخي په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي د سيلانيانو شميره اوه سوه دريشپيته ميلونه تنو ته رسيدلې وه . چي د دې سيلانيانو تر ټولو زياته برخه اروپايې او امريکايې هيوادونو منلي دي .

     د ترکيې هيواد ته  درسيدلو ګرځندويانو شميره په  ٢٠٠٤ ميلادي کال  ، ديارلس ميلونه او دوه سوه زره تنو ته رسيدلې وه . د دې درکه يې  پنځلس مليارده او نه سوه مليونه امريکايې دالره تر لاسه کړل .

     زموږ ګاونډي هيواد ايران  په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي د يو مليون او شپږ سوه زره تنو سلا نيانو په منلو يې يو مليارد او څلور اويا زره  امريکايې دالره عايد درلودل .

     د ګرځندوی نړيوال سازمان وړاندوينه کړيده چي  د ٢٠١٠ څخه تر  ٢٠٢٠ ميلادي کال به د نړی د سيلانيانو شميره هر کال يو مليارد او شپږ سوه مليونه تنو ته ورسيږي

     افغانستان کولای سي د خپلو فرهنګي – تاريخي ابداتو د بيارغولو او سېلانيانو ته د پام وړ ګرځولو په صورت کي د دې ګرځندويانو يوه ستره کتله ځان ته ومني او له امله يې يوه داسي پانګه خپله کړي چي هيڅ مصرف ته اړتيا نه لري.

     د دې ډول سيمو يوه بيلګه د فراه ولايت دی . فراه ولايت  زيات شمير لرغوني ودانی  او  تاريخي  ماڼی  لري.

     يوه خورا مهمه پوښتنه دا ده چي د فراه ولايت دا ابدات او ودانی کله او څنګه د دې جوګه کيدای سي چي لږ تر لږه زموږ د ګاونډي هيواد ايران  د خراسان ايالت سره  سيالي وکړای سي او يا لا لوړي کچي ته ورسيږي.

د ايران خراسان ايالت:

     په خراسان ايالت کي د دولتی سياحتي شرکتونو تر څنګ  همدا اوس  ١٥  ازاد شخصي سياحتي شرکتونه فعال دي.

     هر سياحتي شرکت ځانګړني لري او وياړني ، د بيلګي په توګه :

     د (( دنيای سير در خراسان ))

دنيای سير در خراسان:

     لاس ته راوړني :

     دې  شرکت په ١٣٦٩ لمريز کال په فعاليت پيل کړېدې؛

     په ١٣٨٣ لمريز کال د ټول خراسان دريم شرکت ومنل سو؛

     په ١٣٨٥ لمريز کال د ټول خراسان د نوروز د پروګرامونو او سياحتي ښيګڼو له امله دوهم مقام وګټی؛

     په ٢٠٠٩ کال کي د ترکش ايرلين د ټکيټونو د پلورلو له امله په ټول خراسان کي دريم مقام ګټلی او جايزه يې تر لاسه کړېده او په دې تر تيب نوري لاس ته راوړني .

دفره ولايت

     دا بيلګه د فراه ولايت لپاره کېدای سي د سالم رقابت انګيزه سي ؛

     هغه وړتيا او شونتيا چي په خراسان کي سته ، له نيکه مرغه فراه ولايت يې هم لري ؛

     د فراه ولايت د توريستي چارو د پرمختګ لپاره  شونتياوي او سهولتونه : 

     د فراه ولايت نامتو تاريخي سيمي او د سيلا نيانو د پاملرني وړ ټاټوبی لري چي  دلته يې څو بيلګي يادو :  د فراه زوړ ښار ، د اسفنديار ښار ، کافر کلاه ، بارندک ،  د چار ماس کلا ه ، قلعه هفت سوراخ  ،برنگک،  قلعه مساو ، د سید محمد زيارت  ،  شاه مبارک  زيارت ، د ابونصر فراهی زيارت  ، د  سلطان امیر زيارت  او داسي نور

     د تاريخي ودانيو تر څنګ يو شمير داسي طبيعی منظرې او ځانګړي ټاټوبي هم سته چي د ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي مشهوره او پيژندل سويدي ، د بيلګي په توګه د  معین الدین [ اسفزاری ] هغه ليکنه را يادو چي وايې :  در یک فرسنگی فراه کوهی است که آن را بارندک خوانند و در آن کوه طاقی سنگی است که همیشه از آنجا آب می چکد و مردم بدانجا به زیارت و طلب حاجت میروند.

     د فراه ولايت د تاريخي ودانيو په وړاندي د ستونزو لړی:

     ١- په فزيکي ډول د ودانيو پر له پسې ورانېدل؛

     ٢ – د بې پروايې له امله د تاريخي ودانيو د تخريب چټکتيا؛

     ٣ – د تاريخي ودانيو په دننه او يا شا اوخوا کي د غير قانوني سپړنو او کيند نو چاري تر سره کيدل ؛  

                   د هيواد فرهنګي ادارو ته د خطر زنګ

     دا تاريخي ودانی د ورانيدلو پرلور په چټکی ځي ، که  وراني سولې  بيا افسوس ځای نه نيسي ؛

     دا به لومړی بيګه نه وي چي د بې پروايې له امله به دا ډول تاريخي ودانی ورانيږي .

     د غزني د بلاحصار برج او تر هغه وړاندي د چکري منار يې بيلګي دي.

 


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب